دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 268147
یوې نسبتاً زورورې زلزلې کابل ولړزاوه
د دغې زلزلې شدت د ځمکې په داخلي څپو (ریشتر) کې ۴.۴ و او مرکز یې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار شمال ختیځ کې د ځمکې له سطحې څخه ۵۱ کیلومتره په ژوروالي کې ثبت شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن (شنبه، حمل ۱۹) یوې زورورې زلزلې کابل او ګاونډي ولایتونه ولړزول.
 
د زلزلې د نړیوالو معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې شدت د ځمکې د داخلي څپو (ریشتر) په کچه ۴.۴ و او مرکز یې د ځمکې له سطحې څخه ۵۱ کیلومتره ژوروالی کې ثبت شوی، چې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار شمال ختیځ ته په ۳۰ کیلومترۍ کې دی.
 
دا زلزله چې د کابل پر وخت د سهار په شاوخوا ۱۳:۳۷ بجو وشوه، د پاکستان په شمال کې هم احساس شوې ده.
 
تر اوسه د دغې زلزلې د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
 
شل ورځې وړاندې په افغانستان او پاکستان کې د یوې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه شول.
 
https://avapress.com/vdcdoj0x5yt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته