کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په زابل ولایت کې ۴۴ جریبه کرنیزه ځمکه د نشه يي توکو له کښت څخه پاکه شوه

21 حمل 1402 ساعت 14:43

د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې یې ۴۴ جریبه کرنیزه ځمکه د کوکنارو او چرسو له کښت څخه پاکه کړې ده.


آوا - کندهار: د زابل ولایت چارواکي په دغه ولایت کې د نشه يي توکو د کښت د له منځه وړلو د ساینس د پیل خبر ورکوي.
 
دوی وايي، په لومړي ګام کې د دغه ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې ۴۴ جریبه کرنیزه ځمکه د کوکنارو او چرسو له کښت څخه پاکه شوې ده.
 
دوی زیاتوي، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې د نشه يي توکو له کښت سره په جدي توګه مبارزه پیل کړې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت منع دی.
 


د مطلب کود: 268248

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268248/په-زابل-ولایت-کې-۴۴-جریبه-کرنیزه-ځمکه-د-نشه-يي-توکو-له-کښت-څخه-پاکه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com