دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 268248
په زابل ولایت کې ۴۴ جریبه کرنیزه ځمکه د نشه يي توکو له کښت څخه پاکه شوه
د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې یې ۴۴ جریبه کرنیزه ځمکه د کوکنارو او چرسو له کښت څخه پاکه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د زابل ولایت چارواکي په دغه ولایت کې د نشه يي توکو د کښت د له منځه وړلو د ساینس د پیل خبر ورکوي.
 
دوی وايي، په لومړي ګام کې د دغه ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې ۴۴ جریبه کرنیزه ځمکه د کوکنارو او چرسو له کښت څخه پاکه شوې ده.
 
دوی زیاتوي، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې د نشه يي توکو له کښت سره په جدي توګه مبارزه پیل کړې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت منع دی.
 
https://avapress.com/vdcfjcd0cw6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته