کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت کابینې د برېښنايي تذکرو بیه ۵۰۰ افغانیو ته لوړه کړه

24 حمل 1402 ساعت 9:19

د اسلامي امارت د کابینې د پریکړې له مخې د الکترونیکي تذکرې بیه له ۵۰۰ افغانیو او د کاغذي تذکري بیه ۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د چارو ادارې پرون چهارشنبه (حمل ۲۳) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د احصایې او اطلاعاتو ادارې په غوښتنه د تذکري بیه لوړه شوې ده.
 
د اسلامي امارت تر واکمنۍ مخکې د الکترونیکي تذکري بیه سل افغانۍ او د کاغذي تذکري بیه لس افغانۍ وه.
 
اسلامي امارت تر خپلې واکمنۍ وروسته د برېښنايي تذکرو بیه ۳۰۰ افغانۍ لوړه کړه او اوس یې ۲۰۰ افغانۍ نوره هم لوړه کړې ده.
 
د اسلامي امارت د کابینې د پریکړې له مخې د ماشومانو د زیږون د کارتونو د ویش بیه ۲۰۰ افغانۍ او د لویانو لپاره ۵۰۰ افغانۍ ده.
 


د مطلب کود: 268348

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268348/د-اسلامي-امارت-کابینې-برېښنايي-تذکرو-بیه-۵۰۰-افغانیو-ته-لوړه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com