دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 268348
د اسلامي امارت کابینې د برېښنايي تذکرو بیه ۵۰۰ افغانیو ته لوړه کړه
د اسلامي امارت د کابینې د پریکړې له مخې د الکترونیکي تذکرې بیه له ۵۰۰ افغانیو او د کاغذي تذکري بیه ۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د چارو ادارې پرون چهارشنبه (حمل ۲۳) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د احصایې او اطلاعاتو ادارې په غوښتنه د تذکري بیه لوړه شوې ده.
 
د اسلامي امارت تر واکمنۍ مخکې د الکترونیکي تذکري بیه سل افغانۍ او د کاغذي تذکري بیه لس افغانۍ وه.
 
اسلامي امارت تر خپلې واکمنۍ وروسته د برېښنايي تذکرو بیه ۳۰۰ افغانۍ لوړه کړه او اوس یې ۲۰۰ افغانۍ نوره هم لوړه کړې ده.
 
د اسلامي امارت د کابینې د پریکړې له مخې د ماشومانو د زیږون د کارتونو د ویش بیه ۲۰۰ افغانۍ او د لویانو لپاره ۵۰۰ افغانۍ ده.
 
https://avapress.com/vdcgt79x7ak93w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته