کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بغلان کې ترافیکي پېښې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

26 حمل 1402 ساعت 14:12

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، چې په خانجان ولسوالۍ او مرکز پلخمري ښار کې د دوو ترافيکي پېښو له امله دوه تنه وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.


آوا - مزارشریف : د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مولوي شیر احمد برهاني آوا سره په مرکه وویل: د یوه تیز رفتار ټویوټا فولډر ډوله موټر او سراچه ډوله موټر ترمنځ د ټکر له امله د دغه ولايت د "پارچاوي" په سيمه کې يوه مېرمن وژل شوې او ١٢ نور ټپيان شوي دي.
 
د بغلان د ترافيکو مدير د دغو دوو ترافيکي پيښو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي بولي.
 
د يادونې وړ ده، چې د بغلان-سالنګې پر لويه لاره هر کال لسګونه مسافر د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله مري.
 


د مطلب کود: 268477

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268477/بغلان-کې-ترافیکي-پېښې-۱۴-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com