دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 268477
بغلان کې ترافیکي پېښې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، چې په خانجان ولسوالۍ او مرکز پلخمري ښار کې د دوو ترافيکي پېښو له امله دوه تنه وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف : د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مولوي شیر احمد برهاني افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه وویل: د یوه تیز رفتار ټویوټا فولډر ډوله موټر او سراچه ډوله موټر ترمنځ د ټکر له امله د دغه ولايت د "پارچاوي" په سيمه کې يوه مېرمن وژل شوې او ١٢ نور ټپيان شوي دي.
 
د بغلان د ترافيکو مدير د دغو دوو ترافيکي پيښو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي بولي.
 
د يادونې وړ ده، چې د بغلان-سالنګې پر لويه لاره هر کال لسګونه مسافر د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله مري.
 
https://avapress.com/vdcjaoe8auqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته