کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له دوغارون پولي څخه افغانستان ته د ایران صادرات تر ۱۵۰ میلیونو ډالرو اوښتي دي

28 حمل 1402 ساعت 10:29

د ایران د اسلامي جمهوریت سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې په تیر یوه کال کې د دوغارون له لارې افغانستان ته د دغه هیواد د مالونو صادرات څه دپاسه ۱۵۰ میلیونه ډالرو ته رسیدلي دي.


آوا - کابل: د فایننشل ټریبیون د معلوماتو له مخې، د ۱۵۴.۰۹ میلیون ډالرو په ارزښت ۴۶۱۱۱۳ ټنه توکې له ایران څخه افغانستان ته د دوغارون د سرحدي ترمینل له لارې صادر شوي دي.
 
د ایران د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د ۱۲۹،۹۶۰،۰۰۰ ډالرو په ارزښت ۳۷۶۷۹۲ ټنه او د دوغارون له ګمرک څخه ۸۴۳۲۱ ټنه د ۲۴،۱۳۰ زره ډالرو په ارزښت صادر شوي دي.
 
د دغه راپور پر بنسټ، صادرات د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه کم شوي، چې عمده لامل یې د حکومت له بدلون وروسته د افغانستان اقتصادي وضعیت و.
 


د مطلب کود: 268557

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268557/له-دوغارون-پولي-څخه-افغانستان-ته-د-ایران-صادرات-تر-۱۵۰-میلیونو-ډالرو-اوښتي-دي

آوا
  https://www.avapress.com