دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 268557
له دوغارون پولي څخه افغانستان ته د ایران صادرات تر ۱۵۰ میلیونو ډالرو اوښتي دي
د ایران د اسلامي جمهوریت سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې په تیر یوه کال کې د دوغارون له لارې افغانستان ته د دغه هیواد د مالونو صادرات څه دپاسه ۱۵۰ میلیونه ډالرو ته رسیدلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فایننشل ټریبیون د معلوماتو له مخې، د ۱۵۴.۰۹ میلیون ډالرو په ارزښت ۴۶۱۱۱۳ ټنه توکې له ایران څخه افغانستان ته د دوغارون د سرحدي ترمینل له لارې صادر شوي دي.
 
د ایران د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د ۱۲۹،۹۶۰،۰۰۰ ډالرو په ارزښت ۳۷۶۷۹۲ ټنه او د دوغارون له ګمرک څخه ۸۴۳۲۱ ټنه د ۲۴،۱۳۰ زره ډالرو په ارزښت صادر شوي دي.
 
د دغه راپور پر بنسټ، صادرات د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه کم شوي، چې عمده لامل یې د حکومت له بدلون وروسته د افغانستان اقتصادي وضعیت و.
 
https://avapress.com/vdciwvaryt1aqw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته