کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو او د کار نړیوال سازمان له افغانستان سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ

30 حمل 1402 ساعت 13:28

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي چې د کار له نړیوال سازمان سره یې له افغان راستنیدونکو او بې ځایه شویو سره د مرستې په خاطر یو تړون لاسلیک کړی دی.


آوا - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په ټویټر کې لیکلي چې د دغه هوکړه لیک له مخې به د داخلي بې ځایه شویو، راستنیدونکو او کوربه ټولنو لپاره یو "عزتمن" کاري چاپیریال برابر شي.
 
د دغه رياست په وينا افغان مېرمنې به هم له دغه پروګرام څخه ګټه پورته کړي او په ځينو برخو کې به وروزل شي.
 
ملګرو ملتونو په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې د اقتصادي ستونزو له امله په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر زیات شوی دی.
 


د مطلب کود: 268700

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268700/ملګرو-ملتونو-او-د-کار-نړیوال-سازمان-له-افغانستان-سره-همکارۍ-تړون-لاسلیک-کړ

آوا
  https://www.avapress.com