دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 268700
ملګرو ملتونو او د کار نړیوال سازمان له افغانستان سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي چې د کار له نړیوال سازمان سره یې له افغان راستنیدونکو او بې ځایه شویو سره د مرستې په خاطر یو تړون لاسلیک کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په ټویټر کې لیکلي چې د دغه هوکړه لیک له مخې به د داخلي بې ځایه شویو، راستنیدونکو او کوربه ټولنو لپاره یو "عزتمن" کاري چاپیریال برابر شي.
 
د دغه رياست په وينا افغان مېرمنې به هم له دغه پروګرام څخه ګټه پورته کړي او په ځينو برخو کې به وروزل شي.
 
ملګرو ملتونو په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې د اقتصادي ستونزو له امله په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر زیات شوی دی.
 
https://avapress.com/vdciuvarut1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته