کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایټالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیونه یورو مرسته وکړه

30 حمل 1402 ساعت 14:37

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، ایټالیا له افغانستان سره د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیونه یورو مرسته کړې ده.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن چهارشنبه (حمل ۳۰) په یوه ټویټ کې د ایټالیا له مرستو مننه کړې ده.
 
د اوچا په وینا په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا شپږ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له بېړنۍ کچې سره مخ دي او له قحطۍ څخه یو ګام لیرې دي.
 
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.
 


د مطلب کود: 268708

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268708/ایټالیا-د-افغانستان-بشري-مرستو-له-صندوق-سره-پنځه-میلیونه-یورو-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com