دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 268708
ایټالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیونه یورو مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، ایټالیا له افغانستان سره د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیونه یورو مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن چهارشنبه (حمل ۳۰) په یوه ټویټ کې د ایټالیا له مرستو مننه کړې ده.
 
د اوچا په وینا په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا شپږ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له بېړنۍ کچې سره مخ دي او له قحطۍ څخه یو ګام لیرې دي.
 
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcgz79x7ak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته