کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات والي په هېواد کې د يووالي او همپالنې پر پياوړتيا ټينګار وکړ/ پرېږدئ چې خلک په آرامۍ سره اختر تېر کړي

31 حمل 1402 ساعت 9:34

د هرات والي د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د يو پيغام په خپرولو سره له خلکو وغوښتل چې په دې ورځو کې د لا زيات اتحاد او اتفاق لپاره هلې ځلې وکړي. ده د هرات خلکو ته هم ډاډ ورکړ چې د اختر ورځې به په آرامۍ سره تېرې کړي.


آوا - د هرات والي شیخ نوراحمد اسلامجار پرون چهارشنبه د حمل ۳۰ مه د کوچني اختر په مناسبت په یوه غږیز پیغام کې د هېواد له خلکو او ښاریانو څخه وغوښتل چې په خپلو منځونو کې د یووالي او ورورولۍ فضا لا زیاته کړي.
 
د هرات والي زیاته کړه: د لوی خدای په فضل او د مجاهدینو د هڅو په برکت په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی، د سړي تښتونې، زورواکۍ او مافیا ډلې صفر ته راټيټې شوې او ښاریان کولای شي خپل اختر له هر ډول امنیتي اندیښنې پرته ولمانځي.
 
د هرات والي دغه راز له ښاريانو څخه وغوښتل چې اختر په شرعي ډول ولمانځي او له هغو دودونو او رواجونو څخه چې د شريعت خلاف دي، ځان وساتي.
 
شیخ اسلام جار له ځوانانو هم وغوښتل چې د اختر په شپو او ورځو کې له تیز رفتاره موټر چلولو ډډه وکړي.
 


د مطلب کود: 268725

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268725/د-هرات-والي-په-هېواد-کې-يووالي-او-همپالنې-پر-پياوړتيا-ټينګار-وکړ-پرېږدئ-چې-خلک-آرامۍ-سره-اختر-تېر-کړي

آوا
  https://www.avapress.com