دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 268725
د هرات والي په هېواد کې د يووالي او همپالنې پر پياوړتيا ټينګار وکړ/ پرېږدئ چې خلک په آرامۍ سره اختر تېر کړي
د هرات والي د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د يو پيغام په خپرولو سره له خلکو وغوښتل چې په دې ورځو کې د لا زيات اتحاد او اتفاق لپاره هلې ځلې وکړي. ده د هرات خلکو ته هم ډاډ ورکړ چې د اختر ورځې به په آرامۍ سره تېرې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - د هرات والي شیخ نوراحمد اسلامجار پرون چهارشنبه د حمل ۳۰ مه د کوچني اختر په مناسبت په یوه غږیز پیغام کې د هېواد له خلکو او ښاریانو څخه وغوښتل چې په خپلو منځونو کې د یووالي او ورورولۍ فضا لا زیاته کړي.
 
د هرات والي زیاته کړه: د لوی خدای په فضل او د مجاهدینو د هڅو په برکت په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی، د سړي تښتونې، زورواکۍ او مافیا ډلې صفر ته راټيټې شوې او ښاریان کولای شي خپل اختر له هر ډول امنیتي اندیښنې پرته ولمانځي.
 
د هرات والي دغه راز له ښاريانو څخه وغوښتل چې اختر په شرعي ډول ولمانځي او له هغو دودونو او رواجونو څخه چې د شريعت خلاف دي، ځان وساتي.
 
شیخ اسلام جار له ځوانانو هم وغوښتل چې د اختر په شپو او ورځو کې له تیز رفتاره موټر چلولو ډډه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcf0cd0tw6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته