کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د استخبارات ریاست په کابل ښار کې ۲۲ ډوله حرام او تاریخ تیره غوښې نیولي او سوځولي دي

31 حمل 1402 ساعت 9:50

د اسلامي امارت د استخباراتو عملیاتي مرستیال وايي چې د کابل ښار په نهمه او ۱۶مه ناحیه کې یې د خنزیر په شمول ۲۲ ډوله حرام او تاریخ تیره غوښې نیولي او سوځولي دي او په تړاو یې څلور تنه نیول شوي دي.


آوا - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت د استخباراتو د ادارې د روغتیا رئیس عبدالقادر منګل ملي تلویزیون ته وویل چې په راټولو شویو موادو کې ۳۵ ټنه د خنزیر غوښه هم شامله ده.
 
منګل زياته کړه، چې په دې سيمه کې له ٦٠ تر ٦٥ ټنو پورې غوښه تاریخ تیره وه، چې نيول شوې او له منځه وړل شوې ده.
 
په ورته وخت کې ښاریان د دغه استخباراتي کار هرکلی کوي او وايي، هیله لري چې په راتلونکي کې د دغه ډول بې کیفیته موادو مخه ونیول شي.
 
د اسلامي امارت د استخباراتو ادارې د خوراکي توکو دغه اندازه په داسې حال کې نیولې ده چې د کابل ښاروالۍ د ذخیرې د مخنیوي کمیسیون هره ورځ په پلازمینه کې د بی کیفیته توکو د پلور څارنه کوي.
 


د مطلب کود: 268729

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268729/د-استخبارات-ریاست-په-کابل-ښار-کې-۲۲-ډوله-حرام-او-تاریخ-تیره-غوښې-نیولي-سوځولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com