دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 268729
د استخبارات ریاست په کابل ښار کې ۲۲ ډوله حرام او تاریخ تیره غوښې نیولي او سوځولي دي
د اسلامي امارت د استخباراتو عملیاتي مرستیال وايي چې د کابل ښار په نهمه او ۱۶مه ناحیه کې یې د خنزیر په شمول ۲۲ ډوله حرام او تاریخ تیره غوښې نیولي او سوځولي دي او په تړاو یې څلور تنه نیول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت د استخباراتو د ادارې د روغتیا رئیس عبدالقادر منګل ملي تلویزیون ته وویل چې په راټولو شویو موادو کې ۳۵ ټنه د خنزیر غوښه هم شامله ده.
 
منګل زياته کړه، چې په دې سيمه کې له ٦٠ تر ٦٥ ټنو پورې غوښه تاریخ تیره وه، چې نيول شوې او له منځه وړل شوې ده.
 
په ورته وخت کې ښاریان د دغه استخباراتي کار هرکلی کوي او وايي، هیله لري چې په راتلونکي کې د دغه ډول بې کیفیته موادو مخه ونیول شي.
 
د اسلامي امارت د استخباراتو ادارې د خوراکي توکو دغه اندازه په داسې حال کې نیولې ده چې د کابل ښاروالۍ د ذخیرې د مخنیوي کمیسیون هره ورځ په پلازمینه کې د بی کیفیته توکو د پلور څارنه کوي.
 
https://avapress.com/vdcj8oe8huqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته