کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزیر د اختر په ورځو کې د امنیت ډاډ ورکړ

31 حمل 1402 ساعت 10:56

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې د اختر په ورځو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی دی.


آوا - کابل: حقاني له هېوادوالو وغوښتل چې د هېواد د امنیت په تامین کې له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره همکاري وکړي.
 
د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور وويل، چې د امنيتي وضعيت د ښه والي لپاره بايد خلک له پوليسو سره همکاري وکړي.
 
ټکور وويل: "د اختر په مناسبت له هوايي ډزو څخه ډډه وکړئ او د اختر د لمانځه او د خلکو د خوښۍ د راټولېدو د خونديتوب لپاره جدي پاملرنه وکړئ."
 


د مطلب کود: 268739

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268739/د-کورنیو-چارو-وزیر-اختر-په-ورځو-کې-امنیت-ډاډ-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com