دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 268739
د کورنیو چارو وزیر د اختر په ورځو کې د امنیت ډاډ ورکړ
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې د اختر په ورځو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: حقاني له هېوادوالو وغوښتل چې د هېواد د امنیت په تامین کې له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره همکاري وکړي.
 
د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور وويل، چې د امنيتي وضعيت د ښه والي لپاره بايد خلک له پوليسو سره همکاري وکړي.
 
ټکور وويل: "د اختر په مناسبت له هوايي ډزو څخه ډډه وکړئ او د اختر د لمانځه او د خلکو د خوښۍ د راټولېدو د خونديتوب لپاره جدي پاملرنه وکړئ."
 
https://avapress.com/vdcaeanuo49ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته