کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له رومانیا څخه بلغاریا ته ۳۰ ناقانونه افغان کډوال ایستل شوي دي

5 ثور 1402 ساعت 10:14

د رومانیا د څارنوالۍ دفتر اعلان کړی، چې ۳۰ تنه ناقانونه افغان کډوال رومانیا ته د تللو پر مهال نیول شوي او بلغاریا ته استول شوي دي.


آوا - کابل: د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د ورنا د استیناف څارنوالۍ دفتر پرون اعلان وکړ چې له افغانستان څخه ۳۰ تنه ناقانونه کډوال له رومانیا سره د بلغاریا پولې ته څېرمه سیلیسترا ښار ته راستانه شوی دی.
 
د دغه راپور پر بنسټ، له دغو مهاجرو څخه ۱۶ یې له تورونو سره مخامخ دي او پاتې نور یې تر ۱۸ کلونو کم عمر لري او له همدې کبله په صوفیا کې د کم عمره کډوالو د استوګنې یوه مرکز ته لېږدول شوي دي.
 
په دې ډله کې ۳۰ کسان نارینه دي او ځانونه یې افغانان معرفي کړي، خو ډېری یې د تذکري نه لري.
 
د دې ډلې یوازې دوو غړو د افغانستان اسناد وړاندې کړي دي.
 
دغه کډوال د خپل بلغاریايي لارښود په مرسته د بلغاریا له پولې څخه د یوه غیر قانوني سایټ له لارې رومانیا ته روان وو، چې ونیول شول.
 
باید وویل شي چې د لسیزو جګړو او کړکیچونو او د افغان حکومت نسکوریدو د دغه هیواد خلک د خپل وطن پریښودو ته اړ کړي دي.
 


د مطلب کود: 268903

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268903/له-رومانیا-څخه-بلغاریا-ته-۳۰-ناقانونه-افغان-کډوال-ایستل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com