دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 268903
له رومانیا څخه بلغاریا ته ۳۰ ناقانونه افغان کډوال ایستل شوي دي
د رومانیا د څارنوالۍ دفتر اعلان کړی، چې ۳۰ تنه ناقانونه افغان کډوال رومانیا ته د تللو پر مهال نیول شوي او بلغاریا ته استول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د ورنا د استیناف څارنوالۍ دفتر پرون اعلان وکړ چې له افغانستان څخه ۳۰ تنه ناقانونه کډوال له رومانیا سره د بلغاریا پولې ته څېرمه سیلیسترا ښار ته راستانه شوی دی.
 
د دغه راپور پر بنسټ، له دغو مهاجرو څخه ۱۶ یې له تورونو سره مخامخ دي او پاتې نور یې تر ۱۸ کلونو کم عمر لري او له همدې کبله په صوفیا کې د کم عمره کډوالو د استوګنې یوه مرکز ته لېږدول شوي دي.
 
په دې ډله کې ۳۰ کسان نارینه دي او ځانونه یې افغانان معرفي کړي، خو ډېری یې د تذکري نه لري.
 
د دې ډلې یوازې دوو غړو د افغانستان اسناد وړاندې کړي دي.
 
دغه کډوال د خپل بلغاریايي لارښود په مرسته د بلغاریا له پولې څخه د یوه غیر قانوني سایټ له لارې رومانیا ته روان وو، چې ونیول شول.
 
باید وویل شي چې د لسیزو جګړو او کړکیچونو او د افغان حکومت نسکوریدو د دغه هیواد خلک د خپل وطن پریښودو ته اړ کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcdzj0xsyt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته