کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات ولایت کې د اختر پر مهال تر ۲۰۰ ډېرې ترافیکي پېښې شوې دي

5 ثور 1402 ساعت 14:37

د هرات د حوزوي روغتون روغتیايي مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د کوچني اختر په درېیو ورځو کې ۲۰۳ ترافیکي پېښې شوې دي.


آوا - هرات: د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر محمد عارف جلالي وايي، چې د کوچني اختر په درېیو ورځو کې په دغه ولایت کې ۲۰۳ ترافیکي پېښې شوې دي.
 
هغه زياته کړه، چې په ټپيانو کې ٣٤ ماشومان، ٣٦ ښځې او ١٣٣ نارينه شامل دي، خو مرګ ژوبله نه لري.
 
ډاکټر جلالي دا هم په ډاګه کړه، چې ډېری دغه پېښې د موټرسايکل چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.
 
ویل کېږي چې هر کال د اختر په رارسېدو سره په هرات کې د ترافیکي پېښو شمېر د ګڼې ګوڼې او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله زیاتېږي.
 


د مطلب کود: 268945

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268945/په-هرات-ولایت-کې-د-اختر-پر-مهال-تر-۲۰۰-ډېرې-ترافیکي-پېښې-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com