دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 268945
په هرات ولایت کې د اختر پر مهال تر ۲۰۰ ډېرې ترافیکي پېښې شوې دي
د هرات د حوزوي روغتون روغتیايي مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د کوچني اختر په درېیو ورځو کې ۲۰۳ ترافیکي پېښې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر محمد عارف جلالي وايي، چې د کوچني اختر په درېیو ورځو کې په دغه ولایت کې ۲۰۳ ترافیکي پېښې شوې دي.
 
هغه زياته کړه، چې په ټپيانو کې ٣٤ ماشومان، ٣٦ ښځې او ١٣٣ نارينه شامل دي، خو مرګ ژوبله نه لري.
 
ډاکټر جلالي دا هم په ډاګه کړه، چې ډېری دغه پېښې د موټرسايکل چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.
 
ویل کېږي چې هر کال د اختر په رارسېدو سره په هرات کې د ترافیکي پېښو شمېر د ګڼې ګوڼې او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله زیاتېږي.
 
https://avapress.com/vdcjxoe8iuqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته