کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي

7 ثور 1402 ساعت 9:50

د بلخ امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د یوه هیلکس موټر د چپه کېدو له امله د درېیو مېرمنو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.


آوا: د بلخ د پولیسو ویاند محمد اصف وزیري آوا ته وویل، چې دغه پېښه نن سهار ۸:۳۰ بجې د دغه ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي بلل شوې ده.
 
د وزيري په وينا، د دې پېښې ټول قربانيان ملکي وګړي دي، چې د امنيتي ځواکونو له خوا روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د کوچني اختر پر مهال په هېواد کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.
 


د مطلب کود: 269025

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269025/په-بلخ-کې-د-یوې-ترافیکي-پېښې-له-امله-۱۱-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com