دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 269025
په بلخ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي
د بلخ امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د یوه هیلکس موټر د چپه کېدو له امله د درېیو مېرمنو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بلخ د پولیسو ویاند محمد اصف وزیري افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې دغه پېښه نن سهار ۸:۳۰ بجې د دغه ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي بلل شوې ده.
 
د وزيري په وينا، د دې پېښې ټول قربانيان ملکي وګړي دي، چې د امنيتي ځواکونو له خوا روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د کوچني اختر پر مهال په هېواد کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcj8he8iuqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته