کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې ټولې کرنیزې ځمکې له کوکنارو پاکې شوې دي

9 ثور 1402 ساعت 9:10

د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې د روان کال په اوږدو کې د دغه ولایت کرنیزې ځمکې په بشپړه توګه له کوکنارو پاکې شوې دي.


آوا - مزارشریف: د بغلان د پولیسو ویاند شیر احمد برهانی نن ​​شنبه د ثور په ۹ مه، آوا ته وویل: سږ کال د بغلان په یو شمیر کروندو کې کوکنار کرل شوی او ټول د امنیتي ځواکونو لخوا ویجاړ شوی.
 
ده دغه راز زياته کړه چې په تيره يوه مياشت کې دبغلان ولايت په بيلابيلو سيمو کې ٥٠ جريبه کوکنار دامنيتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي او دهغو کسانو دپيژندلو لپاره هلې ځلې دوام لري چې په خپلو ځمکو کې کوکنار کري .
 
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې په بغلان کې کوکنار له منځه تللي او که يو څو کروندې هم پاتې شي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو له خوا به يې له منځه يوسي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د مشر هبة الله اخندزاده د حکم له مخې په هېواد کې د کوکنارو ټول کښتونه باید له منځه یوړل شي او اوس د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې د هغوی د له منځه وړلو لړۍ پیل کړې ده.
 


د مطلب کود: 269093

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269093/په-بغلان-کې-ټولې-کرنیزې-ځمکې-له-کوکنارو-پاکې-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com