دخپریدو نیټه :شنبه ۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۰
د مطلب کود : 269093
په بغلان کې ټولې کرنیزې ځمکې له کوکنارو پاکې شوې دي
د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې د روان کال په اوږدو کې د دغه ولایت کرنیزې ځمکې په بشپړه توګه له کوکنارو پاکې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بغلان د پولیسو ویاند شیر احمد برهانی نن ​​شنبه د ثور په ۹ مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: سږ کال د بغلان په یو شمیر کروندو کې کوکنار کرل شوی او ټول د امنیتي ځواکونو لخوا ویجاړ شوی.
 
ده دغه راز زياته کړه چې په تيره يوه مياشت کې دبغلان ولايت په بيلابيلو سيمو کې ٥٠ جريبه کوکنار دامنيتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي او دهغو کسانو دپيژندلو لپاره هلې ځلې دوام لري چې په خپلو ځمکو کې کوکنار کري .
 
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې په بغلان کې کوکنار له منځه تللي او که يو څو کروندې هم پاتې شي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو له خوا به يې له منځه يوسي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د مشر هبة الله اخندزاده د حکم له مخې په هېواد کې د کوکنارو ټول کښتونه باید له منځه یوړل شي او اوس د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې د هغوی د له منځه وړلو لړۍ پیل کړې ده.
 
https://avapress.com/vdceoo8wxjh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته