کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېر کال د ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت زعفران صادر شوي وو

9 ثور 1402 ساعت 15:30

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، تېر کال د ۲۲ میلیونو ډالرو په ارزښت ۶۹ ټنه زعفران بهر ته صادر شوي وو.


آوا - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، تېر کال د هوايي دهلېز له لارې ۶۹ ټنه زعفران بهر ته صادر شوي دي.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه اندازه زعفران هند، چین او متحده عربي اماراتو ته لېږدول کېدل او له هغه ځایه یې امریکا، ایټالیا، مراکش او اروپايي هېوادونو ته صادرېدل.
 
د راپورونو له مخې، د افغانستان صادرات د وروستیو کلونو په پرتله تېر کال په ډېرو برخو کې زیات شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د زعفرانو بوټي تر ډېره په طبي مرکباتو، چايو او خوراکي توکو کې کارول کېږي، چې له همدې امله په وروستيو کلونو کې د هېواد په تېره بيا په شمالي ولايتونو کې د زعفرانو کښت او توليد زيات شوى دى.
 


د مطلب کود: 269141

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269141/تېر-کال-د-۲۲-میلیونه-ډالرو-په-ارزښت-زعفران-صادر-شوي-وو

آوا
  https://www.avapress.com