دخپریدو نیټه :شنبه ۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 269141
تېر کال د ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت زعفران صادر شوي وو
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، تېر کال د ۲۲ میلیونو ډالرو په ارزښت ۶۹ ټنه زعفران بهر ته صادر شوي وو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، تېر کال د هوايي دهلېز له لارې ۶۹ ټنه زعفران بهر ته صادر شوي دي.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه اندازه زعفران هند، چین او متحده عربي اماراتو ته لېږدول کېدل او له هغه ځایه یې امریکا، ایټالیا، مراکش او اروپايي هېوادونو ته صادرېدل.
 
د راپورونو له مخې، د افغانستان صادرات د وروستیو کلونو په پرتله تېر کال په ډېرو برخو کې زیات شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د زعفرانو بوټي تر ډېره په طبي مرکباتو، چايو او خوراکي توکو کې کارول کېږي، چې له همدې امله په وروستيو کلونو کې د هېواد په تېره بيا په شمالي ولايتونو کې د زعفرانو کښت او توليد زيات شوى دى.
 
https://avapress.com/vdci53arzt1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته