کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بادغیس کې پر څه باندې ۳۵۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي او نغدې مرستې وویشل شوې

10 ثور 1402 ساعت 13:00

د بادغیس ولایت د اسلامي امارت د کلیو پراختیا ریاست وایي، چې د ورلډ ویژن موسسې له لوري په دغه ولایت کې پر ۳۶۱۵ اړمنو کورنیو نغدي او غیرې نغدي مرستې وویشل شوې.


آوا - کابل: د بادغیس ولایت د اسلامی امارت د کلیو پراختیا ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې دغه مرستې د شنبې په ورځ د ثور په ۹ مه د دغه ولایت په قادس او دره بوم ولسوالیو کې وویشل شوې.
 
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په قادس ولسوالۍ کې ۳ زره ۴۹۵ کورنیو خوراکي توکي او په دره بوم ولسوالۍ کې ۱۲۰ کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.
 
په دغو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، مالګه او د ماشومانو لپاره غذايي مواد شامل وو چې په قادس ولسوالۍ کې پر اړمنو کورنيو ووېشل شول.
 
په دره بوم ولسوالۍ کې هرې اړمنو کورنیو ته ۵۱۰۰ افغانۍ وویشل شوې.
 
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په بادغیس کې له زرو زیاتو کورنیو سره د خوړو نړیوال پروګرام له خوا مرسته وشوه.
 


د مطلب کود: 269181

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269181/په-بادغیس-کې-پر-څه-باندې-۳۵۰۰-اړمنو-کورنیو-خوراکي-توکي-او-نغدې-مرستې-وویشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com