دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۰
د مطلب کود : 269181
په بادغیس کې پر څه باندې ۳۵۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي او نغدې مرستې وویشل شوې
د بادغیس ولایت د اسلامي امارت د کلیو پراختیا ریاست وایي، چې د ورلډ ویژن موسسې له لوري په دغه ولایت کې پر ۳۶۱۵ اړمنو کورنیو نغدي او غیرې نغدي مرستې وویشل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بادغیس ولایت د اسلامی امارت د کلیو پراختیا ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې دغه مرستې د شنبې په ورځ د ثور په ۹ مه د دغه ولایت په قادس او دره بوم ولسوالیو کې وویشل شوې.
 
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په قادس ولسوالۍ کې ۳ زره ۴۹۵ کورنیو خوراکي توکي او په دره بوم ولسوالۍ کې ۱۲۰ کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.
 
په دغو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، مالګه او د ماشومانو لپاره غذايي مواد شامل وو چې په قادس ولسوالۍ کې پر اړمنو کورنيو ووېشل شول.
 
په دره بوم ولسوالۍ کې هرې اړمنو کورنیو ته ۵۱۰۰ افغانۍ وویشل شوې.
 
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په بادغیس کې له زرو زیاتو کورنیو سره د خوړو نړیوال پروګرام له خوا مرسته وشوه.
 
https://avapress.com/vdcc4oqis2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته