کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران څخه افغانستان ته څه دپاسه ۶۰ ټنه بشري مرستې استول شوي

11 ثور 1402 ساعت 8:20

د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې په تیرو وختونو کښې د مشهد ولایت د تیباد ولسوالۍ د دوغارون له ځمکنۍ پولې څخه په دوو پړاوونو کښې په افغانستان کښې د سیلابونو او زلزلو ځپلو سیمو ته څه دپاسه شپیته ټنه بشري مرستې استول شوې دي.


آوا - کابل: د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې څه دپاسه شپیته ټنه بشری مرستې په دوو پړاوونو کې د تایباد ښار د دوغارون له ځمکنی سرحد څخه د سیلابونو او زلزلو ځپلو سیمو ته ولیږدول شوې.
 
دغه مرسته د خوراکي توکې چې په کې بوره، وریجې، کب، روغتیا کڅوړې، کمپلې او چټکې شاملې وې.
 
دغه توکي د سرې مياشتې ټولنې د خيريه موسسو له خوا د دوغارون له پولې څخه د افغانستان خاورې ته راوړل شوي وو او د افغانستان د شمال او شمال ختيځو خلکو ته ورکړل شول.
 


د مطلب کود: 269220

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269220/له-ایران-څخه-افغانستان-ته-څه-دپاسه-۶۰-ټنه-بشري-مرستې-استول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com