دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۲۰
د مطلب کود : 269220
له ایران څخه افغانستان ته څه دپاسه ۶۰ ټنه بشري مرستې استول شوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې په تیرو وختونو کښې د مشهد ولایت د تیباد ولسوالۍ د دوغارون له ځمکنۍ پولې څخه په دوو پړاوونو کښې په افغانستان کښې د سیلابونو او زلزلو ځپلو سیمو ته څه دپاسه شپیته ټنه بشري مرستې استول شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې څه دپاسه شپیته ټنه بشری مرستې په دوو پړاوونو کې د تایباد ښار د دوغارون له ځمکنی سرحد څخه د سیلابونو او زلزلو ځپلو سیمو ته ولیږدول شوې.
 
دغه مرسته د خوراکي توکې چې په کې بوره، وریجې، کب، روغتیا کڅوړې، کمپلې او چټکې شاملې وې.
 
دغه توکي د سرې مياشتې ټولنې د خيريه موسسو له خوا د دوغارون له پولې څخه د افغانستان خاورې ته راوړل شوي وو او د افغانستان د شمال او شمال ختيځو خلکو ته ورکړل شول.
 
https://avapress.com/vdcgxy9xzak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته