کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت د استازي د ګډون احتمال

11 ثور 1402 ساعت 14:59

خبري سرچینو د ځینو ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې ټاکل شوې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی د قطر په دوحه کې په دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي.


آوا - کابل: د دغو سرچینو په حواله، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په دغه غونډه کې متقی ته بلنه ورکړې ده.
 
له بلې خوا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم د افغانستان په اړه د دوحې ناستې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه ناسته د افغان حکومت له استازي پرته بې ګټې ده.
 
تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و چې د دوحې په نننۍ غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
 


د مطلب کود: 269261

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269261/د-دوحې-په-غونډه-کې-اسلامي-امارت-استازي-ګډون-احتمال

آوا
  https://www.avapress.com