دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 269261
د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت د استازي د ګډون احتمال
خبري سرچینو د ځینو ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې ټاکل شوې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی د قطر په دوحه کې په دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغو سرچینو په حواله، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په دغه غونډه کې متقی ته بلنه ورکړې ده.
 
له بلې خوا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم د افغانستان په اړه د دوحې ناستې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه ناسته د افغان حکومت له استازي پرته بې ګټې ده.
 
تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و چې د دوحې په نننۍ غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
 
https://avapress.com/vdcb09b58rhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته