کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کاپیسا کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله ۴۵ تنه ټپیان شوي دي

12 ثور 1402 ساعت 9:39

د کاپيسا ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د استوګنې د يوه کور د چت د لوېدو له امله ٤٥ تنه ټپيان شوي دي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت سیمه ییز چارواکی په کاپیسا ولایت کې وایی، چې دغه پېښه پرون دوشنبه د ثور میاشتې په ۱۱ مه د نجراب ولسوالۍ په «وشار» کلی کې د واده په مراسمو کې رامنځته شوې ده.
 
د دوى په وينا، د دې پېښې ټپيان د نجراب ښار د احمد بې خېلو پنځوس بستريز روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
دوی د دې پېښې د ټپيانو حالت د ډاډ وړ وباله.
 


د مطلب کود: 269291

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269291/په-کاپیسا-کې-د-یوه-کور-چت-نړېدو-له-امله-۴۵-تنه-ټپیان-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com