دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 269291
په کاپیسا کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله ۴۵ تنه ټپیان شوي دي
د کاپيسا ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د استوګنې د يوه کور د چت د لوېدو له امله ٤٥ تنه ټپيان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت سیمه ییز چارواکی په کاپیسا ولایت کې وایی، چې دغه پېښه پرون دوشنبه د ثور میاشتې په ۱۱ مه د نجراب ولسوالۍ په «وشار» کلی کې د واده په مراسمو کې رامنځته شوې ده.
 
د دوى په وينا، د دې پېښې ټپيان د نجراب ښار د احمد بې خېلو پنځوس بستريز روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
دوی د دې پېښې د ټپيانو حالت د ډاډ وړ وباله.
 
https://avapress.com/vdceoo8wzjh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته