کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د پاکو اوبو کمښت: په پروان کې د اوبو رسولو شپږ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

12 ثور 1402 ساعت 9:42

په پروان ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د ملګرو ملتونو په مالي مرسته او د «ډاکار» موسسې په تخنیکي همکارۍ په دغه ولایت کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو شپږ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


آوا - کابل: د پروان ولایت د اسلامی امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس عبدالصمد صادق وایی چې دغه پروژې به د دوشنبې په ورځ د ثور په ۱۱ مه د شینوارو د سیاه ګرد ولسوالۍ په روغتیایی کلینکونو کې پلی شی.
 
د چارواکو په وینا، د دغو پروژو په عملي کېدو سره څه باندې ۳۷۶ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.
 
په ورته وخت کې د پروان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د پراختیايي پروژو د پراخېدو غوښتونکي دي.
 
د اوبو رسولو دغه شبکې په داسې حال کې په پروان ولایت کې جوړې شوې، چې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي هم د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي.
 
باید وویل شي، چې د هېواد ډېری ولایتونه د څښاک د صحي اوبو له کمښت سره مخ دي.
 


د مطلب کود: 269293

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269293/په-افغانستان-کې-د-پاکو-اوبو-کمښت-پروان-رسولو-شپږ-شبکې-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com