دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 269293
په افغانستان کې د پاکو اوبو کمښت: په پروان کې د اوبو رسولو شپږ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
په پروان ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د ملګرو ملتونو په مالي مرسته او د «ډاکار» موسسې په تخنیکي همکارۍ په دغه ولایت کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو شپږ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پروان ولایت د اسلامی امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس عبدالصمد صادق وایی چې دغه پروژې به د دوشنبې په ورځ د ثور په ۱۱ مه د شینوارو د سیاه ګرد ولسوالۍ په روغتیایی کلینکونو کې پلی شی.
 
د چارواکو په وینا، د دغو پروژو په عملي کېدو سره څه باندې ۳۷۶ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.
 
په ورته وخت کې د پروان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د پراختیايي پروژو د پراخېدو غوښتونکي دي.
 
د اوبو رسولو دغه شبکې په داسې حال کې په پروان ولایت کې جوړې شوې، چې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي هم د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي.
 
باید وویل شي، چې د هېواد ډېری ولایتونه د څښاک د صحي اوبو له کمښت سره مخ دي.
 
https://avapress.com/vdcgyy9xwak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته