کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې ديوې ترافيکي پيښې له امله شپږ تنه ووژل شول

12 ثور 1402 ساعت 13:54

د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د پلخمري ښار کې د یوه سراچه ډوله موټر د ټکر له امله شپږ تنه مړه شوي او شل څاروي لمنځه تللي دي.


آوا: د بغلان د پولیسو ویاند شیر احمد برهانی آوا ته وویل چې دغه پیښه نن سهار شاوخوا ۵ بجې د خواجه الوان په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
هغه زياته کړه، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د هينو موشي بار موټر له سراچې موټر سره ټکر وکړ، چې له امله يې شپږ تنه مړه او يو بل ټپي شو.
 
د برهاني په وينا، په دې پېښه کې شل څاروي هم له منځه تللي دي.
 
د پلخمري لار د هېواد شمال له مرکز سره نښلوي او د هېواد له ګڼې ګوڼې ډکه لار ده، خو د موټر چلولو د اصولو نه مراعت او خراب سړکونه تل پر دې لاره ترافیکي پېښې رامنځته کړي دي.
 


د مطلب کود: 269324

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269324/په-بغلان-کې-ديوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-شپږ-تنه-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com