دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۴
د مطلب کود : 269324
په بغلان کې ديوې ترافيکي پيښې له امله شپږ تنه ووژل شول
د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د پلخمري ښار کې د یوه سراچه ډوله موټر د ټکر له امله شپږ تنه مړه شوي او شل څاروي لمنځه تللي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بغلان د پولیسو ویاند شیر احمد برهانی افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې دغه پیښه نن سهار شاوخوا ۵ بجې د خواجه الوان په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
هغه زياته کړه، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د هينو موشي بار موټر له سراچې موټر سره ټکر وکړ، چې له امله يې شپږ تنه مړه او يو بل ټپي شو.
 
د برهاني په وينا، په دې پېښه کې شل څاروي هم له منځه تللي دي.
 
د پلخمري لار د هېواد شمال له مرکز سره نښلوي او د هېواد له ګڼې ګوڼې ډکه لار ده، خو د موټر چلولو د اصولو نه مراعت او خراب سړکونه تل پر دې لاره ترافیکي پېښې رامنځته کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcb59b5arhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته