کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزني یو شمېر تاریخي ابدات د بیارغونې په حال کې دي

16 ثور 1402 ساعت 10:33

د اطلاعاتو او کلتور وزير نن غزني ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له تاريخي ابداتو څخه ليدنه وکړه او د دغه ولايت د يو شمېر تاريخي ابداتو د بيارغاونې ژمنه يې وکړه.


 آوا - غزني: د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د جمعې په ورځ غزني ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له یو شمیر تاریخي اثارو څخه لیدنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د راتلونکي کال په اوږدو کې به د دغه ولایت تاریخي اثار ترميم او بيارغول کېږي.
 
نوموړي غزني ولايت يو لرغونى ولايت وباله، چې ګڼ شمېر تاريخي ابدات لري او وايي، چې تاريخي ابداتو ته به ډېره پاملرنه وشي.
 
د اسلامي امارت دغه چارواکی په داسې حال کې د غزني د تاریخي ابداتو د بیارغولو ژمنه کوي، چې څه موده وړاندې د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی و، چې په غزني کې یو شمېر تاریخي ابدات سخت زیانمن شوي او د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
 
باید وویل شي، چې غزني ولایت سلګونه تاریخي ابدات او اثار لري او همدا لامل دی، چې د نړۍ د ډېرو هېوادونو پام یې غزني ته اړولی دی.
 


د مطلب کود: 269493

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269493/د-غزني-یو-شمېر-تاریخي-ابدات-بیارغونې-په-حال-کې-دي

آوا
  https://www.avapress.com