دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 269493
د غزني یو شمېر تاریخي ابدات د بیارغونې په حال کې دي
د اطلاعاتو او کلتور وزير نن غزني ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له تاريخي ابداتو څخه ليدنه وکړه او د دغه ولايت د يو شمېر تاريخي ابداتو د بيارغاونې ژمنه يې وکړه.
 افغان غږ خبری آژانس - غزني: د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د جمعې په ورځ غزني ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له یو شمیر تاریخي اثارو څخه لیدنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د راتلونکي کال په اوږدو کې به د دغه ولایت تاریخي اثار ترميم او بيارغول کېږي.
 
نوموړي غزني ولايت يو لرغونى ولايت وباله، چې ګڼ شمېر تاريخي ابدات لري او وايي، چې تاريخي ابداتو ته به ډېره پاملرنه وشي.
 
د اسلامي امارت دغه چارواکی په داسې حال کې د غزني د تاریخي ابداتو د بیارغولو ژمنه کوي، چې څه موده وړاندې د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی و، چې په غزني کې یو شمېر تاریخي ابدات سخت زیانمن شوي او د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
 
باید وویل شي، چې غزني ولایت سلګونه تاریخي ابدات او اثار لري او همدا لامل دی، چې د نړۍ د ډېرو هېوادونو پام یې غزني ته اړولی دی.
 
https://avapress.com/vdci33arpt1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته