کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د يوه محبس د بنسټ ډبره کېښودل شوه

17 ثور 1402 ساعت 8:52

د کندهار ولایت د عمومي محبس د رئیس او د سپین بولدک ولسوالۍ د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې د دې ولسوالۍ په مرکز کې د یوه محبس د بنسټ ډبره کېښودل شوه.


آوا - کندهار: د کندهار د عمومي زندان د رئیس نعمت الله سراجي او د سپین بولدک ولسوالۍ د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې په دغه ولسوالۍ کې د ۲.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یو محبس د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
 
د کندهار د عمومي محبس رئيس د دغه محبس وويل چي د سپين بولدک ولسوالۍ د ولسوال او د خلکو په غوښتنه په دغه ولسوالۍ کي د نوي محبس د جوړېدو کار په رسمي ډول پيل سو.
 
هغه زياته کړه، چې دغه زندان پنځه خونې، يو دهلېز او لس تشنابونه لري.
 
ښاغلي سراجي څرګنده کړه، چې ټوله بودیجه یې ۲،۳ میلیونه افغانۍ د محاسباتو چارو ریاست له خوا ورکول کېږي او د جوړولو چارې یې یوه خصوصي شرکت په غاړه اخیستې دي.
 


د مطلب کود: 269555

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269555/د-کندهار-په-سپين-بولدک-ولسوالۍ-کې-يوه-محبس-بنسټ-ډبره-کېښودل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com