دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 269555
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د يوه محبس د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د کندهار ولایت د عمومي محبس د رئیس او د سپین بولدک ولسوالۍ د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې د دې ولسوالۍ په مرکز کې د یوه محبس د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د کندهار د عمومي زندان د رئیس نعمت الله سراجي او د سپین بولدک ولسوالۍ د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې په دغه ولسوالۍ کې د ۲.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یو محبس د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
 
د کندهار د عمومي محبس رئيس د دغه محبس وويل چي د سپين بولدک ولسوالۍ د ولسوال او د خلکو په غوښتنه په دغه ولسوالۍ کي د نوي محبس د جوړېدو کار په رسمي ډول پيل سو.
 
هغه زياته کړه، چې دغه زندان پنځه خونې، يو دهلېز او لس تشنابونه لري.
 
ښاغلي سراجي څرګنده کړه، چې ټوله بودیجه یې ۲،۳ میلیونه افغانۍ د محاسباتو چارو ریاست له خوا ورکول کېږي او د جوړولو چارې یې یوه خصوصي شرکت په غاړه اخیستې دي.
 
https://avapress.com/vdchmwnim23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته