کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان لوبغاړو د موی تای په نړیوال جام کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه

17 ثور 1402 ساعت 13:26

د ۵۷ کیلو ګرامه وزن په برخه کې د افغانستان استازی سید روح الله موسوي او د ۶۳،۵ کیلو ګرامه وزن په برخه کې د افغانستان استازي همایون رضايي تیره شپه په خپلو لومړۍ سیالۍ کې د موی تای په نړیوال جام کې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو بریالي شول او د دې سیالیو بل پړاو ته یې لاره پیدا کړه.


آوا - کابل: سید روح الله موسوي تیره شپه په خپلې لومړۍ سیالۍ کې د ۵۷ کیلو ګرامه وزن په درلودو سره خپل قزاقستاني حریف ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو بل پړاو ته یې لاره پیدا کړه.
 
دغه راز د هېواد د ۶۳،۵ کیلو ګرامه وزن استازی همایون رضايي وتوانید چې خپل ځواکمن برازیلي حریف ته د کړنلارو په شمېر کې دوه پر یو ماتې ورکړي او بل پړاو ته ولاړ شي.
 
په دغو سياليو کې احمد شجاع جمال د خپل پياوړي تايلند سيال په وړاندې خپله لوبه له لاسه ورکړه او بل پړاو ته يې د تګ مخه ونيوله.
 
په دې سیالیو کې د نړۍ له ۱۰۲ هېوادونو څخه د موی تای لوبغاړي ګډون کوي.
 


د مطلب کود: 269589

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269589/افغان-لوبغاړو-د-موی-تای-په-نړیوال-جام-کې-خپلو-سیالانو-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com