د ۵۷ کیلو ګرامه وزن په برخه کې د افغانستان استازی سید روح الله موسوي او د ۶۳،۵ کیلو ګرامه وزن په برخه کې د افغانستان استازي همایون رضايي تیره شپه په خپلو لومړۍ سیالۍ کې د موی تای په نړیوال جام کې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو بریالي شول او د دې سیالیو بل پړاو ته یې لاره پیدا کړه.