کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د بشري ناورین له خطر سره څلورم هیواد دی

17 ثور 1402 ساعت 13:39

اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې افغانستان د بشري بحرانونو او طبیعي پېښو له اړخه څلورم له خطر سره مخامخ دی.


آوا - کابل: په افغانستان کې د اروپایی اتحادیې ماموریت نن (یکشنبه، ثور ۱۷) په یوه ټوېټ کې ویلی چې د اقلیم بدلون هم د افغانانو ژوند ته نور زیانونه هم واړوی.
 
اروپايي اتحادیه زیاته کړې، چې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې او د هغې د اغیزو د کمولو لپاره د حل لارو په موندلو کې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته په کتو سره دی.
 
اروپايي اتحادیې د نورو هیوادونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي چې د بشري بحران له خطر سره مخ دي.
 
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د ژغورنې نړيوالې کمېټې هم ويلي و، چې افغانستان د وچکالۍ درېيم کال ته داخل شوى.
 


د مطلب کود: 269595

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269595/افغانستان-د-بشري-ناورین-له-خطر-سره-څلورم-هیواد-دی

آوا
  https://www.avapress.com