دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 269595
افغانستان د بشري ناورین له خطر سره څلورم هیواد دی
اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې افغانستان د بشري بحرانونو او طبیعي پېښو له اړخه څلورم له خطر سره مخامخ دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د اروپایی اتحادیې ماموریت نن (یکشنبه، ثور ۱۷) په یوه ټوېټ کې ویلی چې د اقلیم بدلون هم د افغانانو ژوند ته نور زیانونه هم واړوی.
 
اروپايي اتحادیه زیاته کړې، چې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې او د هغې د اغیزو د کمولو لپاره د حل لارو په موندلو کې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته په کتو سره دی.
 
اروپايي اتحادیې د نورو هیوادونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي چې د بشري بحران له خطر سره مخ دي.
 
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د ژغورنې نړيوالې کمېټې هم ويلي و، چې افغانستان د وچکالۍ درېيم کال ته داخل شوى.
 
https://avapress.com/vdcb99b5srhb0sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته