کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بادغیس والي په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت له جنرال قونسل سره وکتل/ بادغیس په یوه خوندي چاپیریال کې د ایراني سیلانیانو منلو ته چمتو دی

17 ثور 1402 ساعت 15:38

په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت قونسل جنرال بادغیس ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي سره وکتل او دواړو لورو په بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې. د بادغیس والي په دې کتنه کې وویل چې دغه ولایت په یوه خوندي چاپیریال کې د ایراني سیلانیانو منلو او هرکلي ته چمتو دی.


آوا - هرات: په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت جنرال قونسل محمد صدیقی فر د بادغیس ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي ملا عبدالصمد جاوید سره وکتل.
 
ويل شوي دي چې په دې غونډه کې د هرات ولايت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي شيراحمد عمري هم شتون درلود.
 
په دې کتنه کې د بادغيس والي بادغيس ته د دغه ايراني چارواکي له سفر څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: بادغيس يو کرنيز ولايت دى چې د ښه امنيت تر څنګ ګڼ شمېر سيلانيان هم لري.
 
هغه زیاته کړه: "موږ چمتو یو چې په خوندي چاپیریال کې ایراني سیلانیان ومنو".
 
دغه راز د دغې کتنې په دوام کې دواړو لورو په هرات کې د ايران د اسلامي جمهوريت د قونسلګرۍ له خوا د بادغيس د خلکو لپاره د ويزې د ورکولو د بهير د کلتوري، ورزشي او سياحتي اسانتياو په باب د نظريو تبادله وکړه.
 
د يادونې وړ ده، چې بادغيس ولايت د هېواد په شمال لوېديځ کې يو له خوندي او په ورته وخت کې له شنو او حاصلخيزو ولايتونو څخه دى، چې د پستې ځنګلونه په کې ډېر دي.
 


د مطلب کود: 269608

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269608/د-بادغیس-والي-په-هرات-کې-ایران-اسلامي-جمهوریت-له-جنرال-قونسل-سره-وکتل-یوه-خوندي-چاپیریال-ایراني-سیلانیانو-منلو-ته-چمتو-دی

آوا
  https://www.avapress.com